د عراق په کردستان کې د چیني فلمونو د اوونۍ لومړی فعالیت د جون په ۱۱مې نېټې په سليمانیا ښار کې پرانیستل شو.
د عراق د سليمانیا مشر د یاد فعالیت په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي فلمونه د خلکو ترمنځ د واټن د کمولو او د زړونو د پيوستون پل او اړينه لاره بللې او ويلي يې دي، چې ډېری کردان غواړي، د چین د اقتصاد، تاریخ او کلتور په اړه مالومات ترلاسه کړي.
هغه تمه ښودلې، چې د چیني فلمونو د اوونۍ فعالیت به د کردانو لپاره د چین د پېژندنې او تفاهم د مالوماتو يوه کړکۍ وګرځي.