د تمدنونو ډيالوګ په نړيواله ورځ د سارا لنډي مېلمستيا
CMG2024/06/12 15:21:51
شريکول:

ملګرو ملتونو د چين په وړانديز د جون لسمه نېټه د تمدنونو د ډيالوګ نړيواله ورځ ټاکلې ده.

د تمدنونو د ډيالوګ نړيواله ورځ او د چين د ښامار کښتۍ اختر سږ کال په يوه ورځ ولمانځل شول.

چين ميډیا ګروپ او د امريکا په چيکاګو کې د چين عمومي کونسلګرۍ د جون په ۱۰مې نېټې د دغه هېواد په اووا ايالت کې يو ګډ فعاليت ترسره کړی او د چين ښې ملګرې مېرمن سارا لنډي په خپل کور کې د ياد فعاليت ګډونوالو ته ځانګړې مېلمستيا کړې وه.

چيني او امريکايي ملګرو په يادې مېلمستيا کې د چين خوندور خواړه خوړلي، د ښامار کښتۍ اختر يې لمانځلی او د چين دوديز کلتور يې احساس کړی دی.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د یاد فعاليت په پار مېرمن سارا لنډي ته پيغام لېږلی دی.

نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د ښامار کښتۍ اختر د چين دوديز اختر دی، چې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې لمانځل کيږي او په درشل کې يې ډوله ډوله فعاليتونه ترسره کيږي او خلک ورڅخه د چین کلتور احساسولی شي.

هغه له مېرمن سارا لنډي څخه مننه کړې، چې په دې ځانګړې ورځ يې په خپل کور کې مېلمستيا کړې وه.

 شن های شيونګ ويلي، چين ميډيا ګروپ غواړي له مېرمن سارا لنډي او نورو امریکايي ملګرو سره يو ځای د دواړو هېوادونو د خلکو د تبادلې او تګ راتګ لپاره هڅې وکړي.

مېرمن سارا لنډي د نوموړي له ياد پيغام څخه مننه کړې او ويلي یې دي، چې په ۱۹۸۵م کال کې يې په خپل کور کې ښاغلي شي جين پينګ ته مېلمستيا کړې وه او وروسته يې په ۲۰۱۲م کال کې يو ځل بيا نوموړي ته، چې هغه مهال د چين د دولت رئيس مرستیال و، مېلستيا کړې وه.

د هغې په وينا، دغه کور د اووا ايالت او د چين د خلکو ترمنځ‌ د دوستانه تبادلې شاهد پاتې شوی او خوښي يې ښودلې، چې په مېلمستيا کې يې ډېرو ملګرو ګډون کړی او دغه فعاليت يې د چین او امريکا د تمدنونو ترمنځ تر ټولو ښه ډيالوګ بللی دی.

په چيکاګو کې د چين عمومي کونسل جاو جيان هم په یاد فعاليت کې ګډون کړی و.