د شانګريلا ډيالوګ ۲۱مه کلنۍ غونډه په دې وروستيو کې په سينګاپور کې ترسره شوه، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې د امنيتي همکاريو پياوړتيا يې د بحث او خبرو اترو يوه مهمه موضوع وه.
د اسيا او ارام سمندر سيمې خلک د همغږۍ او سولې غوښتونکي دي. دلته له تېرو څو زرګونو کلونو راهيسې د مختلفو تمدنونو، مذهبونو، ملتونو او سياسي نظامونو لرونکي هېوادونه يو د بل تر څنګ جوړ شوي او د همغږۍ په فضا کې يې ګډ ژوند کړی دی.
امريکا له يوې مودې راهيسې د چين پرمختګ د مخنيوي او په ټوله نړۍ کې د خپل تسلط د ساتنې په موخه خپله پوځي ټلواله پر له پسې پياوړې کوي او کله کله په سیمې کې ډله ييزې مقابلې راپاروي، چې له امله یې د اسيا او ارام سمندر سيمې حالاتو کې ستر بدلونونه راغلي دي.
د فليپين نوي حکومت د جنوبي سمندرګي په اړه نړيواله اجتماع ماته کړې، په ژن ای پرښې او هوا يان ټاپو کې يې پر له پسې لمسوونکې او د نه منلو وړ کړنې ترسره کړي او له امريکايي ځواکونو سره يې پراخې پوځي مانورې جوړې کړې دي.
امريکا په خوله د نړيوال نظم د مراعاتو او د سيمې د سولې او ثبات د خونديتوب ادعا کوي او ځان د سيمه ييزې سولې او عدالت ساتونکی بولي، خو په عمل کې بيا له خپلو ملګرو سره د پوځي ټلوالې په پياوړتيا د تقابل او ګواښ ملاتړ کوي او په دې هڅه کې ده، چې له نورو هېوادونو څخه په ګټې اخيستو، د چين د پرمختګ مخه ونيسي، د شخړو په پارولو يې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د سيمې حالاتو د خرابولو له لارې خپل تسلط ټينګ وساتي.
ګډ امنيت او تلپاتې سوله د اسيا او ارام سمندر سيمې د مختلفو هېوادونو حکومتونو او خلکو اصلي ارمان او هم د سيمې د پرمختګ او سوکالۍ مهم تضمين دی. تلپاتې سوله او امنيت د سيمې هېوادونو خپلواکې ستراتيژۍ او ګډو همکاريو ته اړتيا لري.
د نړيوال امنيت وړانديز، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، د اسيا او ارام سمندر سيمې د همکاريز امنيت د ابادۍ او د تلپاتې سولې د ترسره کېدو لپاره سمه لارښوونه برابره کړې ده.
۱- مختلف هېوادونه دې پر خپلواکې ستراتيژۍ ټينګار ولري، په خپله دې د هېواد د امنيتي چارو پرېکړې وکړي او د لويو هېوادونو په ستراتيژيکو لوبو کې دې د شطرنج دانې نه ګرځي.
۲- د سيمې هېوادونه دې خپلمنځي امنيتي اجتماع رامنځته کړي، د پوځي ټلوالې په پياوړتيا له ډله ييزې مقابلې سره دې مخالفت وکړي او د خپل ځان امنيت دې د نورو د ناارامۍ په بدل کې نه ترسره کوي.
۳- د سيمې هېوادونه دې خپلمنځي توپيرونه په مناسب ډول کنټرول کړي، سلامشورو او خبرو اترو ته دې دوام ورکړي او له دې څخه دې ډډه وکړي چې په يو اړخيزو کړنو حالات نور ترینګلی شي. سيمه ييز هېوادونه دې خپلمنځي همکارۍ پرمخبوزي، په سيمه ييزو امنيتي چارو کې دې د اسيان مرکزي رول ته درناوی ولري، د جنوبي سمندرګي د عملياتي قاعدو په اړه خبرې اترې دې چټکې کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د ګډ امنيت ټولنه دې جوړه کړي.
د چين دفاع وزير دونګ جون د شانګريلا ډيالوګ سږنۍ کلنۍ غونډې ته ويلي، چې اوسمهال د جنوبي سمندرګي حالت عموماً ثابت ښکاري.دا د سيمه ييزو هېوادونو د ګډو کوښښونو پايله ده، خو ځينې هېوادونه بیا د بهرنيو ځواکونو په لمسونې او بد نيت په سیمې کې ورانکارې کړنې ترسره کوي، حتی خپلې ملي ګټې هم له پامه غورځوي او د سيمې ثبات خرابوي، نو په پايلې کې به یې د اور لمن تر کوره رسيږي.
اسيا او ارام سمندر د سيمې هېوادونو ګډ کور دی. سوله او ثبات د سيمې هېوادونو ګډې ګټې او هم د نه مخنيوي وړ زماني تمايل دی.
چين به تل په صميميت، باور، ګټې-ګټې همکارۍ او ټولشموليت له بېلا بېلو سيمه ييزو هېوادونو سره دوستانه او همکاريزې اړيکې ټينګې کړي، د سيمې سوله، ثبات، پرمختګ او سمسسورتيا به په ګډه ورسره وساتي او ګډ کور به ورسره ښکلی او اباد کړي.