شي جين پينګ: چين به د عصري تصديو چيني ځانګړتيا لرونکي سيسټمونه بشپړ کړي
CGTN2024/06/12 12:39:45
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس، د مرکزي پوځي کمېسيون مشر او د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو د مرکزي کمېټې رئیس شي جين پينګ د جون په ۱۱ مې نېټې د هراړخيزو او ژورو اصلاحاتو د يادې کمېټې د پنځمې غونډې مشري او وينا کړې ده.

په دغې غونډې کې د عصري تصديو د چيني ځانګړتيا لرونکو سيسټمونو د بشپړولو، د غلو دانو د کرکيلې او د بزګرانو ګټو د تامين او د غلو دانو عمده توليدونکو سيمو ته د ګټو د جبران ورکولو او په دغه هېواد کې د ساينس او ټکنالوژۍ د نوښتګر او پرانيستي چاپېريال د جوړولو په تړاو يو شمېر سندونه څېړل او تصويب شوي دي.

شي جين پينګ دغې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې چين به د خپل سوسیاليستي نظام له غوره والي څخه ګټې پورته کړي، د ګوند رهبري به تقويه او د تصديو مديريت به اصلاح کړي او د عصري تصديو چيني ځانګړتيا لرونکي سيسټمونه به مکمل کړي.