د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۱ مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد صدراعظم لي چيانګ به د نيوزیلنډ، استراليا او مالیزيا د صدراعظمانو په بلنې د جون له ۱۳ مې تر ۲۰ مې نېټې پورې يادو درېيو هېوادونو ته رسمي سفرونه وکړي او په ترڅ کې به يې د استراليا له صدراعظم سره خپلمنځي کلنۍ غونډه ترسره کړي.
سږکال نيوزيلنډ او استراليا ته د چين د دولت رئیس شي جین پينګ د رسمي سفر ۱۰ مه کليزه، د چين او نيوزيلنډ ترمنځ او د چين او استراليا ترمنځ د هراړخیزو ستراتېژیکو مشارکتونو د ټينګېدو ۱۰ مه کليزه او د چين او مالیزيا ترمنځ د سياسي اړیکو د ټينګېدو ۵۰ مه کليزه ده او دغه راز روان کال د چين او ماليزيا د دوستۍ کال په نوم هم نومول شوی دی .