اسرائیل: حماس د اوربند په اړه د امریکې وړانديز نه مني
CMG2024/06/12 10:07:10
شريکول:

اسرائیلي رسنیو د جون د ۱۱مې په شپه د یو لوړپوړي اسرائیلي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې حماس د اوربند په اړه د امریکې د ولسمشر جو بایډن وړاندیز رد کړی دی.

دغه اسرائیلي چارواکي ویلي، د یاد وړاندیز په اړه یې د حماس ځواب ترلاسه کړی او په وينا يې، حماس لوی اصلاحات پکې راوستلي او دا یې یو منفي ځواب بللی دی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت هم په همدې شپه یوې اعلامیې ويلي، چې قطر او مصر د حماس ځواب ترلاسه کړی او اوسمهال دواړه هېوادونه له امریکې سره په همغږۍ بوخت دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت په يادې اعلاميې کې د حماس ځواب نه دی راوړل شوی او اسرائيلي چارواکي هم رسنيو ته ياد ځواب نه دی په ډاګه کړی.