د امریکا د ډیلاویر ایالتي محکمې یوه ۱۲ کسیز منصفه هيئت د روانې میاشتې په ۱۱مې نېټې د دغه هېواد د ولسمشر جو بايډن زوی هنټر بایډن له دې کبله په بند او جريمې محکوم کړی، چې په ۲۰۱۸ م کال کې يې د ټوپک اخیستلو پر مهال په نشه یي توکو د معتادۍ حالت پټ ساتلی و او په همدغسې حالت کې يې په غير قانوني ډول وسله درلودلې.
شنونکي وايي، هنټر بایډن ښايي په ۲۵ کاله بند او د ۷۵۰ زره امریکايي ډالرو په جریمې محکوم شي او د دغې قضيې حکم ښايي د راتلونکي اکتوبر په نيمايي کې اعلان شي.
هنټر بایډن د وسلو د غیرقانوني ګرځولو ترڅنګ د مالياتو په تړاو پر ځينو جرم هم تورن شوی دی.