د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په دې وروستیو کې د چین د ساینسي علومو اکاډمۍ غړي او د چینګهوا پوهنتون استاد ياو چي جي ته ځوابي پيغام ليږلی او نوموړی یې تشویق کړی او د ښې روغتيا هيله يې ورته ښودلې ده.
شي جين پینګ په ياد پيغام کې ویلي، چې استاد ياو چي جي شل کاله وروسته هېواد ته د تدريس لپاره راستون شوی او د روزنې، څېړنو او نوښت په برخو کې یې ډېرې ښې لاسته راوړنې لري.
نوموړي هيله ښودلې، چې استاد یاو چي جي خپلې دندې ته دوام ورکړي، په راتلونکی کې د وړ کسانو د روزنې او د ساینسي او تخنیکي نوښت د لوړې کچې مرکز د ابادولو لپاره هڅې وکړي او د روزنې، ساینس او ټیکنالوژۍ د باکيفيته پرمختګ لپاره ښه خدمتونه وکړي.