لین جیان: چین به د نړۍ د تمدنونو د تبادلې او د سوله ييز پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي
CMG2024/06/12 10:50:35
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د جون په ۷مې نېټې په خپلې ۷۸مې غونډې کې د چين لخوا وړاندیز شوې د تمدنونو ډيالوګ نړيواله ورځ ومنله.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۱مې نېټې رسنیو ته ويلي، چې هېواد يې غواړي له نړيوالې ټولنې سره په ګډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ياده پرېکړه پلې کړي او د نړۍ د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او د سولې او پرمختګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.

د ګڼو هېوادونو، د ملګرو ملتونو د تمدنونو اتحاد او يونيسکو په ګډون نړیوالو سازمانونو د ملګرو ملتونو له يادې پرېکړې ملاتړ کړی او پراخې ستاینې يې ترلاسه کړې دي.