د چین، اسيا او اروپا اتم نندارتون به پرانيستل شي
CMG2024/06/13 10:27:48
شريکول:

د چين سوداګرۍ وزارت مسئولينو د جون په ۱۲مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د ورېښمو لارې د نوي فرصت او د اسيا او اروپا د نوي خوځنده ځواک تر سرليک لاندې د چين، اسيا او اروپا اتم نندارتون به د جون له ۲۶مې نېټې څخه تر ۳۰مې نيټې پورې د شينجيانګ په مرکز اروموچي ښار کې ترسره شي.

په دغه نندارتون کې به د پنځوسو هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو استازي او څه باندې زر کورنۍ تصدۍ او ارګانونه ګډون وکړي.

تر اوسه ۲۳ هېوادونو، ۳ سيمو او ۱ نړيوال سازمان تائيد کړې، چې په دغه نندارتون کې به خپل نندارځي پرانيزي او قزاقستان، قرغېزستان او ازبکستان به د دغه نندارتون عمده مېلمه هېوادونه وي.

د چین، اسيا او اروپا اتم نندارتون پراخوالی ۱۴۰ زره متره مربع ښودل شوی، چې د پانګونو په برخه کې د همکاريو، نړيوالو او ځانګړو صنایعو او د تجهيزاتو تولید په شمول پر څلورو فرعي نندارځیو ویشل شوی دی.