امريکا د شينجيانګ مسئلې په پلمه پر چیني تصديو بندیزونه لګولي او خپل بد نيت يې ښکاره کړی
CMG2024/06/13 11:21:49
شريکول:

د امريکا د کورني امنيت وزارت د جون په يوولسمې نیټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ۳ چیني تصديو اويغوريان کار ته مجبور کړي او د همدې له امله یې پرې بنديزونه لګولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وياند لين جيان د جون په ۱۲مې نېټې يوې نوبتي خبري ناستې ته ويلي، چې چين د امريکا دغه کړنه د خپل هېواد په کورنیو چارو کې ډاګيزه لاسوهنه بولي، بازاري سیسټم ته يې زيانونه رسولي او له نړيوالو سوداګريزو اصولو او د نړيوالو اړيکو له بنسټیزو اصولو څخه يې سرغړونه کړې ده.

نوموړي د امريکا د يادې کړنې حقيقت دا ښودلی، چې دغه هېواد د اجباري بېکارۍ په پلمه پر چین تورونه لګوي او د بشري حقونو په نوم د سيمې د خلکو د موجوديت، استخدام او پرمختیا پر حق تېری کوي او له کړنو يې بد نيت ښکاري.