شي جين پينګ د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د ۶۰ مې کليزې لمانځغونډې ته ویډیويي وينا وکړه
CGTN2024/06/13 10:38:25
شريکول:

د چين دولت رئیس شي جين پینګ د جون په ۱۲ مې نېټې د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د جوړېدو د ۶۰ مې کليزې لمانځغونډې ته ويډيويي وينا کړې ده.

نوموړي ويلي، د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس له تېرو۶۰ کلونو راهیسې د نړۍ د سوکالۍ په موخه د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاريو او د نظريو تبادلې په پراختیا کې ډېر کار کړی، د نوي نړيوال اقتصادي نظام د جوړولو لپاره يې هڅې کړي او د نړيوالې سوداګرۍ او پرمختګ لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

شي جين پينګ ټولو هېوادونو ته وړانديز کړی، چې د پرانيستي پرمختګ له غوښتنو سره بلدتيا پيدا کړي، د اقتصادي نړیوالتوب  ګټور او ټولشموله بهیر پرمخ يوسي، د سوداګرۍ او پانګونې ازادې او اسانې جریان وهڅوي، د غير متوازن پرمختګ ستونزه هواره کړي او د نړيوال مديريت سيستم لاعادلانه او لامعقول وګرځوي.

همدارنګه نوموړي پرمختيايي هېوادونو ته هم وړانديز کړی، چې د نوښتګر پرمختګ له فرصتونو ګټې پورته کړي، څو ډيجیټلي، ځيرک او زرغون پرمختګ وموندل شي.