د CGTN نړيواله نظرپوښتنه: ۷۸ سلنه ګډونوال یې باور لري چې متحد ايالتونه يوازينی «تحريموونکی زبرځواک» دی
CGTN2024/06/13 15:56:29
شريکول:

 متحدو ايالتونو د جزا د نړيوالې محکمې پر خلاف د بنديزونو وسيله کارولې ده. دا کار یې د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو او نورو د نيولو په تړاو د يادې محکمې پر پرېکړې په اعتراض کې کړی دی. د متحدو ايالتونو پر دې اقدام په نړيوالو عامه افکارو کې پراخې نيوکې شوې دي. د CGTN له لوري په شوې يوه نړيواله انټرنيټي نظرپوښتنه کې ۹۰.۱ سلنه ګډونوالو ويلي چې د متحدو ايالتونو بنديزونه مشروعيت نه لري. دوی نيوکه کړې چې متحد ايالتونه نړيوال نظم او نړيوالو سازمانونو ته درناوی نه لري.

 دا لومړی ځل نه دی چې د امريکا متحد ايالتونه د جزا پر نړيوالې محکمې بنديزونه لګوي. په ۲۰۲۰ کال کې د امريکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د يوه اجرايوي فرمان په صادرولو سره اعلان وکړ چې د جزا د نړيوالې محکمې پر چارواکو له دې کبله بنديزونه لګوي چې ګنې هغوی په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د چلند په تړاو په څېړنو کې ښکېل دي. د نظرپوښتنې ۸۵.۲ سلنه ګډونوال باور لري چې پر نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د امريکا د متحدو ايالتونو ناسمو بندیزونو څو اړخيز نړيوال نظم چې ملګري ملتونه یې په هسته کې واقع دی، کمزوری کړی دی.

 له ۱۹۵۰ کال راهيسې، متحد ايالتونه د بندیزونو د کارولو په برخه کې د نړۍ مخکښ دي. د امريکا د خزانې وزارت له لوري تېر کال خپاره شوي ارقام ښيي چې دغه هېواد له شلو ډير هېوادونه تحريم کړی دی. په نظرپوښتنه کې ۷۸.۹ سلنه ګډونوال دې شمېرو هيښ کړي او ويلي يې دي چې متحد ايالتونه د نړۍ يوازينی تحريموونکی زبرځواک دی. په داسې حال کې چې امريکايي بنديزونه د هېڅ نړيوال سازمان يا نړيوالو حقوقو پر بنسټ په رسميت نه دي پېژندل شوي خو دغه هېواد خپل کورني قوانين پر نړيوالو قوانينو برلاسي ګڼي.

 د نظرپوښتنې ۸۶.۱ سلنه ګډونوالو ويلي چې د امريکا يو اړخيز بنديزونه د دغه هېواد لپاره د برلاستيا د ساتلو، د سيالانو د ځپلو، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاسوهنې او حتی د هغوی د نظامونو د پرځولو پر يوې وسيلې بدل شوي دي. د انټرنيټ يوه کارن په دې اړه ليکلي: «ځينې هېوادونه پر نورو د بندیزونو پر لګولو عادت شوي دي. دوی فکر کوي چې د حقيقت خاوندان دي او داسې چلند کوي لکه قاضيان يا د پريکړه کوونکي پلاوي غړي چې وي».

 پر دې سربېره د تحريم شويو هېوادونو اقتصادي وضعيتونه له رکود او سختيو سره مخ دي. د نظرپوښتنې ۹۳ سلنه ګډونوالو د امريکايي بنديزونو له کبله پر پراخو شويو بشري ناورينونو ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي.  د انټرنيټ يوه کارن ويلي «له بنديزونو ناوړه ګټه اخيستنه غلا او د خلکو ځورول دي».

 دغه نظرپوښتنه د CGTN پر انګريزي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي پلټفامونو شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې پکې له ۱۵ زرو ډيرو کسانو ګډون کړی و.