د افغانستان په شمال فارياب ولایت کې د جون په ۱۲مې نېټې ترافيکي پېښه شوې، چې له امله يې ۱۱ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
په وژل شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د فارياب د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولينو خبري رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د دغه ولايت په مرکز ميمنې ښار کې شوې ده.
د مالوماتو له مخې، يو مني بس موټر پر سړک تېز روان و، چې ناڅاپي اوښتی او د يو کور له ديوال سره ټکر شوی دی.