د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د جون په ۱۲ مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې اعلان کړی، چې حکومت به يې د پارلماني ټاکنو د ګټلو لپاره د خلکو د ژوند ښه والي او د انرژۍ ټرانسیټشن په ګډون یو شمېر برخو کې نوي اقدامات غوره کړي او د خلکو هيلو ته به ځواب ووايي.
ايمانويل مکرون ويلي، په داسې حال کې چې د فرانسې د ښي اړخو نفوذ مخ په زیاتېدو دی او د هغه په مشرۍ حکومت یې نه دی توانېدلی، چې د فرانسويانو اندېښنو ته چټک او غوڅ ځواب ووايي، نو اوس غواړي د کارکوونکو د عايداتو د زیاتولو او د نوي اټومي برېښناکوټ د جوړولو په ګډون يو لړ نوي اقدامات غوره کړي او دغه راز د بې روزګارۍ د بېمو اصلاحاتو ته به دوام ورکړي او د اړوند پلان په اړه به اړوند بحثونه وکړي.
نوموړي په ټينګار ويلي، که د پارلماني ټاکنو پايلې د هر لوري په ګټه وي او نتیجه يې هر څنګه وي، دی به د ولسمشرۍ له دندې استعفا ونه کړي.