د چين بهرنۍ سوداګرۍ له لړزېدو وروسته بيا پرمختګ موندلی
CMG2024/06/13 15:21:20
شريکول:

د چين بي وایي ډي (BYD)موټرو شرکت د جون په ۱۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړيو ۵ مياشتو کې يې د نوې انرژۍ کارېدونکو موټرو صادراتي اندازه ۱۷۶ زرو عرادو ته رسېدلې ده.

له دې يوه ورځ وړاندې، د چين د سپرلی موټرو د بازاري معلوماتو ائتلافي ټولنې یو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د روان کال له جنورۍ نه تر مې پورې د دغه هېواد د موټرو صادراتي اندازه ۲۴۵۰ زرو عرادو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۷ سلنه زياتوالی ښيي.

چين بهر ته د نوې انرژۍ کارېدونکي موټرونه پر له پسې صادروي او د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ مهم اينجن يې ګرځيدلی دی.

اوسمهال په ټولې نړۍ کې د جيوپوليټيک سياسي حالات په خرابېدو او ترينګلي کېدو دي، د اقتصادي پرمختګ کمزورتيا لا هم موجوده ده او نړيوالې سوداګرۍ د تېر کال په شان د ورو اعاده کېدو تمايل ساتلی دی.

ځينو لوېديځو هېوادونو د نړۍ په همدغسې حالاتو کې د اړيکو پرېکون او خيالي خطرونه پارولي او د نړيوالې سوداګرۍ پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

د چين د بهرنۍ سوداګرۍ چارو په همداسې پېچليو حالاتو کې له فشارونو سره سره پرمختګ موندلی او په بازاري سيالۍ  کې يې خپله وړتيا ښودلې ده.

د چين رسمي شمېرې ښيي، د روان کال په ۵ مياشتو(جنورۍ - مې) کې د دغه هېواد د توکو صادراتي او وارداتي حجم ۱۷.۵ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله يې ۶.۳ سلنه زياتوالی موندلی دی او د يادونې وړ ده، چې د روان کال په مې کې يې د زياتوالي سرعت ۸.۶ سلنه و، چې د تېر اپريل په پرتله يې ۰.۶ سلنه چټکتيا ښودلې ده.

د چين بهرنۍ سوداګري د روان کال په لومړۍ ربعه کې لږ څه لړزېدلې وه، خو په اپريل او مې مياشتو کې يې بيا پرمختګ موندلی دی.

روېټيرز خبري اژانس ويلي، د چين بهرنۍ سوداګرۍ د امريکا او اروپايي هېوادونو له سوداګريزو محدوديتونو سره سره له اټکل وتلې ښه پايله ترلاسه کړې ده. دغه خبر نه يوازې په بهرنيو بازارونو کې د چيني تصديو د اغېزمنو هڅو ښکارندويي کوي، بلکې د چين د اقتصاد پياوړی بنسټ يې هم انعکاس کړی دی.

د دې تر څنګ، د چين بهرنۍ سوداګري مخ په لوړې، ځيرکۍ او زرغونېدو روانه ده.

د چين د توکو صادراتي او وارداتي حجم د روان کال په ۵ مياشتو(جنورۍ –مې) کې ۶.۱ سلنه زياتوالی موندلی، چې نژدې ۶۰ سلنه يې دعالي ټکنالوژۍ او لوړ ارزښت لرونکي ماشينونه او برقي توکي دي. برسېره پر دې، د بيړيو، برقي موټرو، کورنيو برېښنايي ماشينونو او مدغم شويو سرکټونو صادراتو يې په جلا جلا توګه ۱۰۰.۱سلنه، ۲۶.۳ سلنه، ۱۷.۸ سلنه او ۲۵.۵ سلنه زياتوالی موندلی دی.

ولې په ټولې نړۍ کې د چين د ځيرکو توکو هرکلی کېږي؟ د چين د سپرلی موټرو د بازاري معلوماتو ائتلافي ټولنې سرمنشي څوی دونګ شو د نوې انرژې کارېدونکو موټرو په مثال رسنيو ته ويلي، چې چيني تصديو د بشپړ صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو، مخ په زياتېدونکو نوښتګرو ټکنالوژيو، د برانډ تفوق او برترۍ، د ستر بازار او بې شمېره مستعدو کسانو په اتکا په نړيوالې بازاري سيالۍ کې تېز پياوړی توان خپل کړی دی.

د چين د بېټريو جوړونکي شرکت(CATL) د چین میډیا ګروپ خبریال ته ويلي، چې د روان کال له جنورۍ نه تر اپريل پورې يې بهرني بازار ته ټولټال ۲۷.۷ ګېګاواټ هاور (Gigawatt hour) بېټرۍ برابرې کړې دي. دا شمېر يې د تېر کال د همدې مودې په مقايسه ۱۶.۲ سلنه زياتوالی ښيي او بازاري انډوال يې د نړۍ مخکښ ځای او ۲۷.۴ سلنې ته رسېږي. دغه شرکت خپل نوښتونه د سيالۍ توان مرکزي سرچېنه بللې ده.

بهرنۍ سوداګري د يو هېواد د اقتصادي چارو د څار مهمه کړکۍ ده. د نړيوال پولي صندوق، د فرانسې پاريس بانک او د امريکا بانک په شمول څو نړيوالو پولي سازمانونو په وار سره په خپلو اټکلي وړاندوينو کې د چين د ۲۰۲۴ کال اقتصادي پرمختګ ۵.۰ سلنې ته لوړ کړی دی.

نړيوالو خبري رسنيو ويلي، چين خورا ستره اقتصادي پيمانه لري، صنعتي سيسټم يې بشپړ او منځني عايد لرونکي يې مخ په زياتېدو دي او داسې بازار لري، چې بهرني پانګوال يې نه شي پرېښودلی او د دې ترڅنګ، دغه هېواد تراوسه د نړيوال پرمختګ تر ټولو ستر اينجن دی.