د چين صدراعظم له نیوزيلنډ څخه رسمي ليدنه پيل کړه
CGTN2024/06/13 10:09:19
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون په ۱۳ مې نېټې په ځانګړې الوتکې کې د نیوزيلنډ پلازمينې ويلينګټن ته ورسيد او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.

د نیوزيلنډ روغتيا وزير او په دغه هېواد کې د چین لوی سفير په هوايي ډګر کې د صدراعظم لي چیانګ هرکلی وکړ.

لي چيانګ له رسنيو سره په خبرو کې د چين او نيوزيلنډ اړيکې لرغونې او دوستانه بللي او په خبره یې، دغه اړيکې له تېرو څه باندې پنځوسو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې له پرمختللو هېوادونو سره د چين د اړيکو په سرليکه کې ځای لري.

سږکال نيوزيلنډ ته د چين د دولت رئیس شي جين پینګ د رسمي سفر او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژيکو مشارکتونو د ټينګېدو ۱۰ مه کليزه ده.

نوموړي نيوزيلنډ ته د خپل سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ، متقابلو ګټورو همکاريو او ګډ پرمختګ هڅول ياد کړي او هيله يې ښودلې، چې د نيوزيلنډ له مشرانو او د بېلا بېلو شخصيتونو سره د نظريو تبادلې وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزو ستراتېژيکو مشارکتونو ته وده ورکړي او خلکو ته ګټې ورسوي.