د انرژۍ نړيواله اېجنسي: تر ۲۰۳۰م کال پورې به د نفتو عرضه له تقاضا څخه زیاته شي
CMG2024/06/14 11:15:55
شريکول:

د انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ د جون په ۱۲مې نېټې د ۲۰۲۴م کال د منځنۍ مودې د نفتو بازار په اړه راپور خپور کړی او پکې يې اټکل کړی، چې د نفتو تقاضا د کموالي او د عرضې له زياتوالي سره سره به تر ۲۰۳۰م کال پورې په ټوله نړۍ کې د نفتو عرضه به له تقاضا څخه ډېره شي.

راپور وايي، که څه هم په اسيا کې ځينې اقتصادونه چټک پرمختګ کوي او په هوايي چلند او کيمياوي چارو کې يې زيات نفت کارول کېږي، خو د برقي موټرونو چارې ورځ تر بلې ځواکمنېږي، د دوديزو موټرو لخوا د تيلو مصرفي موثريت پر له پسې لوړېږي، په منځني ختيځ کې د برېښنا د توليدولو لپاره د نفتو کارېدونکې اندازه مخ په کمېدو ده او دغه راز په نړۍ کې اقتصادي جوړښت پر له پسې بدلېږي، نو په داسې حال کې به په ټوله نړۍ کې د نفتو په کارېدونکې اندازې کې کموالی راشي