لي چيانګ د نيوزيلنډ له صدراعظم کريستوفير لوکسون سره وليدل
CMG2024/06/14 10:54:05
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جون د ۱۳مې نېټې په ماسپښين د نيوزيلنډ په پلازمېنې ولينګتن کې د دغه هېواد له صدارعظم کريستوفير لوکسون سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړيکو سره غږيدلي دي.

لي چيانګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، د چين او نيوزيلنډ پرمختګ يو بل ته چيلينجونه نه، بلکې چانسونه او فرصتونه رسوي.

نوموړي ويلي، دواړه هېوادونه دې متقابل درناوی او باور پياوړي کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې يو بل څخه زده کړې او همکارۍ وکړي. چين غواړي له نيوزيلنډ سره د سوداګرۍ پيمانه پراخه کړي، د ډيجيټلي اقتصاد، زرغون اقتصاد، د نوې انرژۍ موټرو او د نويو توليدي چارو په شمول ځينو برخو کې ورسره همکارۍ ژورې کړي او په ګډه ورسره سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ وهڅوي او دغه راز په اقتصادي او تجارتي اړيکو کې ورسره د غير اقتصادي عواملو لاسوهنې لرې او تصديو ته يې ثابت چاپېريال برابر کړي.

لي چيانګ زياته کړې، چين او نيوزيلنډ د څو اړخيزې او ازادې سوداګرۍ او د پرانيستي نړيوال اقتصاد ټينګ ملاتړ کوي او دواړه هېوادونه دې په څو اړخيزو برخو کې همغږۍ پياوړې کړي او د بېلا بېلو خواوو تر منځ دې همکارۍ پرمخبوزي.

صدراعظم کريستوفير لوکسون ويلي، د نيوزيلنډ او چين تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د جوړېدو له لسو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو اقتصادي او تجارتي اړيکو پياوړی پرمختګ کړی او د خلکو ترمنځ يې تګ راتګ زيات شوی او ټولو ته يې ګټې رسولې دي.

نيوزيلنډ د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي په مختلفو کچو ورسره خبرې اترې پياوړې کړي او د کرنيزو چارو، خوراکي توکو، نويو توليدي چارو او چاپېريال ساتنې په شمول ځينو برخو کې ورسره ژورې همکارۍ وکړي.

نوموړي زياته کړې، نيوزيلنډ به له چين سره د قانون پلې کولو په چارو کې همکارۍ وکړي، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان په شمول په څو اړخيزو چوکاټونو کې به ورسره همغږي او د اقليمي بدلون په شمول د نړيوالو مسئلو په هوارولو کې به ورسره همکارۍ وکړي.