په تېرې مې کې د چين او اروپا ترمنځ ۱۷۲۴ بار وړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی
CMG2024/06/14 11:11:30
شريکول:

د چين د ريلوۍ ملي ګروپ خبر ورکړی، چې د روان کال په مې مياشت کې د چين او اروپا ترمنځ ۱۷۲۴ بار وړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او له ډول ډول توکو بار ۱۸۶ زره کنټينرونه يې ليږدولي دي.

دغه شمېرې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴ سلنه او ۱۳ سلنه زياتوالی ښيي او د لېږدول شويو مالونو مياشتني شمېر يې تاريخي ريکارډ جوړ کړی دی.

شمېرې ښيې، چين په تېرې مې میاشتې کې د اورګاډيو له لارې ۳۳۷ ميليونه ټنه توکي ليږدولي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۸ سلنه زياتوالی ښيي او د اورګاډيو نړيوال تګ راتګ ثابت او بې له ځنډه ترسره کيږي.