په نړۍ کې د بې کوره کسانو شمېر نوی تاريخي ريکارډ جوړ کړی
CMG2024/06/14 10:32:36
شريکول:

 

د ملګرو ملتونو د کډوالو پروګرام د جون په ۱۳مې نېټې د ۲۰۲۴ کال د نړيوالو تمايلونو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د همدې کال تر مې پورې په ټوله نړۍ کې د بې کوره کسانو عمومي شمېر ۱۲۰مليونو ته رسېدلی او نوی تاريخي ريکارډ يې جوړ کړی دی.

د دغه راپور له مخې، په نړۍ کې له تېرو ۱۲ کلونو راهيسې د بې کوره کسانو شمېر پر له پسې زياتوالی موندلی او د نوي تاريخي ريکارډ د جوړېدو يو عمده لامل يې په سوډان کې دوامدارې شخړې بللې دي.

راپور وايي، د ۲۰۲۳ کال له اپريل راهيسې د سوډان دننه د بې کوره کسانو شمېر څه باندې ۷.۱ ميليونه زيات شوی او نورو ۱.۹ ميليونو کسانو يې خپل هېواد پرېښودلی او بهرنيو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال تر پايه ټولټال ۱۰.۸ ميليونو سوډانيانو له مجبورۍ خپل کورونه او مېنې پرېښودلې دي.