د چين په عمده غنم توليدونکو سيمو کې څه باندې ۱۰ميليونه ټنه اخيستل شوي
CMG2024/06/14 10:34:40
شريکول:

په چين کې د غنمو د لو او د حاصلاتو د راټولولو په پای ته رسېدو سره، د دغه هېواد له جنوب څخه تر شمال پورې د غنمو د پېر يا اخيستلو چارې پيل شوي او تر اوسه پورې یې په عمده غنم توليدونکو سيمو کې څه باندې ۱۰ ميليونه ټنه غنم اخيستل شوي دي.

د چين د غلو دانو او مالونو د زېرمې ملي ادارې د جون په ۱۳مې نېټې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د دغه هېواد په هه نان ولايت کې څه باندې ۳ ميليونه ټنه او په ان هوی او جيانګ سو ولايتونو کې څه باندې ۲ ميليونه ټنه غنم اخيستل شوي دي.

( سپوږمۍ)