بېجينګ: اروپا دې منطقي اوازونه واوري او اقتصادي مسئلو ته دې سیاسي رنګ نه ورکړي
CMG2024/06/14 11:12:10
شريکول:

اروپايي کمېسيون د جون په ۱۲مې نېټې اعلان کړی، چې د جولای له ۴مې نېټې څخه به د چين پر برېښنايي موټرو تر ۳۸ اعشاریه ۱ سلنه لوړې لنډمهالې ګمرکي تعرفې ولګوي.

 د المان د حکومت وياند رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې نور سوداګريز خنډونه نه غواړي.

د هنګري د ډيپلوماتيکو چارو او بهرني اقتصاد وزارت په يوې اعلاميې کې د اروپايي ټولنې له يادې کړنې سره خپل مخالفت ښودلی دی.

د اروپا د موټرو د توليد ځينو مشهورو تصديو هم د اروپايي ټولنې له يادې تګلارې سره مخالفت څرګند کړی دی.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۱۳مه نېټې پر اروپا غږ کړی، چې منطقي او معقول اوازونه واوري، تېروتنې دې سمدستي سمې کړي او اقتصادي او تجارتي مسئلو ته د سياسي رنګ ورکولو هڅې دې پای ته ورسوي.