د چين او امريکا د دوهمې دورې ۱.۵ ټرېک ډيالوګ ترسره شو
CMG2024/06/14 10:30:45
شريکول:

د چين او امريکا د دوهمې دورې ۱.۵ ټرېک ډيالوګ، چې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو ادارې او د امريکا اسيايي ټولنې لخوا په ګډه ترتيت شوی، د جون په ۱۳مې نېټې په بېجينګ کې ترسره شو.

دواړو خواوو ”د مهمو او بيړنيو موضوعاتو ته د پاملرنې، ډيالوګ، نظر تبادلې او همکارۍ پياوړتيا “ په سرليک ډاګيزې، ژورې او رغنده تبادلې کړې دي.

 دوی د چين او امريکا د اړيکو ثابت پرمختګ د خلکو په ګټه او د نړيوالې ټولنې له هيلو سره سم بللی دی.

دواړو خواوو پتيلې، چې چين او امريکا بايد په سوله کې ګډ ژوند وکړي، د شخړې او تقابل مخه باید ونيسي، خپلمنځي ډيالوګ باید پياوړی او متقابل تفاهم او باور باید زيات کړي. دغه راز دواړه هېوادونه بايد د اقتصاد، سوداګرۍ، اقليمي بدلون، روغتيا او مصنوعي ځيرکتيا په شمول ځينو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي او کلتوري او انساني تګ راتګ او په تېره بيا د ځوانانو ترمنځ نظرتبادلې باید زياتې کړي، توپيرونه او خطرونه باید مناسب کنټرول او تنظيم کړي، د لويو هېوادونو دندې او وظيفې باید پر غاړه واخلي او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې باید ګډه مقابله وکړي.

دواړو خواوو موافقه کړې، چې په سلامشورو او خبرو اترو به د چين او امريکا د اړيکو د ثابت پرمختګ په پار لا نورې هڅې وکړي.