

د اوو هېوادونو ډلې سرمشريزه د جون په ۱۳مې نېټې د ايټاليا په فاسانو ښار کې پرانيستل شوه.
د سرمشريزې ګډونوالو د روسيې او اوکراين ترمنځ د روانې شخړې، د غزې حالاتو، اقليمي بدلون او د مصنوعي ځيرکتيا په اړه بحثونه کړي دي.
زرګونو کسانو په فاسانو ښار کې د دغې غونډې پر ضد لاریون ترسره کړی او مخالفت يې ورسره ښودلی دی.
په دغې غونډې کې د اوو هېوادونو مشرانو ترڅنګ د نورو لسو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مشرانو هم برخه اخيستې ده.
د ايټاليا صدراعظمې ګيورګيا مېلومي د دغې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته ويلي، چې د اوو هېوادونو ډله دې نړۍ ته خپل ور خلاص کړي، څو ټول هېوادونه ګډ پرمختګ ومومي.
نوموړې ويلي، چې جي ۷ هېوادونه باید د غزې جنګ او د روسيې او اوکراين د روانې شخړې ترڅنګ اندو-پاسفيک سيمې ته هم پام وکړي.
د جي ۷ سرمشريزه به د روانې مياشتې په ۱۵مې نېټې پای ته ورسیږي.