اروپايي کمېسیون د جون په ۱۲مې نېټې پر چیني برېښنايي موټرو 38.1 سلنه ګمرکي تعرفې د لګولو پرېکړه کړې ده.
د اروپا واکسواګن (Volkswagen)، مېرسېډيز بېنز(Mercedes-Benz)، بي اېم ډبليو((BMWپه شمول مشهورو کمپنیو د اروپايي کمېسیون له يادې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي، چې دغه کړنه به یې د اروپا د موټرو شرکتونو پرمختګ ټګنی کړي او خپلې لمنې ته به اور واچوي.
د اروپايي ټولنې په اړه د چين سوداګريزې خونې هم په یوې اعلامیې کې اندېښنه ښودلې او په ډاګه کړې يې ده، چې د اروپايي کمېسیون ياده پرېکړه به د چين ـ اروپا سوداګریز جنجالونه نور هم تاوجن او سخت کړي او خپلمنځي سوداګريزې اړيکې به يې خرابې کړي.
د اروپا د موټرو شرکتونو په يو اواز د اروپايي کمېسیون یادې کړنې سره مخالفت کړی او ترې ښکاري چې د اروپايي ټولنې دغه پرېکړه د دوی په ګټه نه ده او يوازې سیاسي رنګ لري او له بازاري اصولو او د نړۍ له سوداګریزو مقرراتو څخه سرغړونه کوي.
د یادولو ده، کله چې اروپايي کمیسیون د تېر کال په اکتوبر کې د چین د برېښنايي موټرو تصديو ته د حکومت د مالي مرستې په اړه پلټنې پرېکړه وکړه، نو هممهاله يې د اروپا په دننه کې سخت توپیرونه راپورته کړل. د جرمني او هنګري په شمول ځینو هېوادونو ورسره څرګند مخالفت وکړ او ويلي يې وو، چې دغه کړنه به یې د دوی ګټې زیانمنې کړي.
د امریکې د رهودیوم ګروپ شمېرې ښيي، چې تېر کال په اروپايي بازار کې د چیني برېښنايي موټرو انډول ۸ سلنه او په ۲۰۲۲م کال کې يې دغه انډول ۶ سلنه و، ویل کېږي چې د چین برېښنايي موټرو په دې وروستیو کې په اروپايي بازار کې د پرمختګ زیاتوالی دومره څرګند نه و، نو ولې اروپايي ټولنې له مخالفتونو سره سره پر چيني برېښنايي موټرو د لوړو تعرفو د لګولو پرېکړه کړې ده؟
شنونکي د اروپايي کمېسیون دغه پرېکړه په اروپايي ټولنې کې دننه له روانو جنجالو او د ځينو اروپايي سیاستوالو نظرونو پسې تړلې بولي.
۱- د اروپا ځينې سیاستوال غواړي د چین د پرمختګ مخه ونيسي.
دوی د چین چټک پرمختګ نه خوښوي، د چین او اروپا ترمنځ د ايډيالوژيکي بڼې او سیاسي نظام توپیرونه مبالغه کوي او د دواړو هېوادونو د سیاسي باور د ژورتیا پر لارې خنډونه جوړوي.
۲- دوی له چین سره له سالمې سیالۍ وېره لري.
اروپا له اوږدې مودې راهیسې د تېلو موټرو په برخه کې څرګندې وړتیاوې لري، خو دوی اوس د چین د برقي موټرو په چټک پرمختګ اندېښنه او وېره لري، چې ښايي د چين برېښنايي موټرونه د اروپايي موټرو د پرمختګ مخه ډب کړي.
۳- ځيني اروپايي سیاستوال په امریکې پسې ګرځي.
واشنګټن په دې وروستیو کې نه یوازې پر بېجينګ د اضافي تولیدي توان بې ځایه تورونه لګوي، بلکې پر چیني برقي موټرو يې ګمرکي تعرفې هم سل سلنې ته لوړې کړې دي او په ورته وخت کې یې اروپايي ملګري خپل ځان ته اړولي او د چین د نوې انرژۍ چارو پرمختګ د مخنیوي لپاره يې ډلګۍ جوړه کړې ده.
په حقیقت کې چین او اروپا د برېښنايي موټرو په برخه کې پراخې ګډې ګټې لري. د واکسواګن او بي اېم ډبلیو په شمول ډېرو کمپنیو په چین کې د برقي موټرو په اړه خپلې چارې پراخې کړې دي او هممهاله د چین د سي اې ټي ايل(CATL)، بي وای دي (BYD)او جي ډبليو ايم(GWM) په شمول ځینو چیني کمپنیو هم په اروپا کې خپلې فابریکې جوړې کړي او یا یې د جوړولو پلان لري.
د چین او اروپا د برقي موټرو چارو مناسبې سیالۍ او همکارۍ پیوستون رامنځته کړی او د اروپا د اړوندو چارو د لوړتیا لپاره ګټور او د انرژۍ جوړښت د اصلاحاتو او د کاربن د کمې ايستنې په اړه د اروپا له موخې سره سمون لري.
تاریخي تجربې ښيي، چې زياتې ګمرکي تعرفې د سیالۍ توان نه شي پياوړی کولی او هېڅوک به د سوداګرۍ جګړې کې بريالي نه شي.
اروپايي سیاستوال باید د مختلفو ټولنو سم او معقول اوازونه واوري، خپلې ناسمې کړنې باید سمدستي سمې او پر نامناسبو لارو ګامونه پورته نه کړي، ګني چین به هم اړ کړي، چې د خپلو تصدیو د ګټو د ساتلو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.