د چين او ماليزیا ترمنځ کلتوري تبادلې لرغونی تاريخ لري او څه موده مخکې يې له وېزې پرته د تګ راتګ تړون هم لاسلیک کړی دی.
د دغه تړون له لاسلیک سره هممهاله د دواړو هېوادونو ترمنځ سيلانيزې چارې نورې هم سمسورې شوي او د خلکو ترمنځ يې تګ راتګ زيات شوی دی.
چين د خپلو مخکښو تخنيکونو له لارې له ماليزيا سره د صنعتي پرمختګ مرستې کړې دي. د ساري په توګه، چين د ماليزيا د دوريان مېوې (durian) توليدي اندازه او مؤثريت لوړ کړی او ځايي اقتصاد ته يې خوځنده ځواک ورکړی دی.
په دغې وېډيو کې د چين او ماليزيا دوستۍ او همکارۍ ته کتنه شوې.