رامافوسا یو ځل بیا د جنوبي افريقا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی
CMG2024/06/15 10:35:40
شريکول:

د جنوبي افريقا د افريقايانو ملي کانګرس واکمن ګوند مشر او د دغه هېواد اوسنی ولسمشر متاميلا سيريل رامافوسا د جون په ۱۴مې نېټه د استازو د نوې دورې مجلس په لومړۍ ناسته کې يو ځل بيا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.

ياده ناسته په همدې ورځ د جنوبي افريقا په تقنيني پلازمېنې کېپتون کې تر سره شوې او د استازيو نوې دورې مجلس ټاکل شویو غړو، مشر او مرستيالانو په رایې اچونې سره ولسمشر ټاکل شوی دی.

د جنوبي افريقا د سترې محکمې قاضي القضات تر رای اچونې وروسته اعلان کړی چې ښاغلی رامافوسا د ۲۸۳ رايو په ګټلو سره يو ځل بيا د جنوبي افریقا د ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی.