قرغيزستان د ترهګرۍ په تور ۱۵ شکمن کسان ونيول
CMG2024/06/15 10:55:08
شريکول:

د قرغيزستان د ملي امنيت کمېټې مطبوعاتي رياست د جون په ۱۴مه نېټه خبر ورکړی، چې د دغه هېواد اړوندې څانګې په پلازمېنه بېشکېک او نورو څو ځايونو کې د داعش لپاره د اورپکو د ګمارلو په تور پنځلس شکمن کسان نيولي دي.

د خبر له مخې، په افغانستان کې د داعش غړيو د ټولنيزې رسنۍ له لارې د دغو پنځلس کسانو رهبر ټاکلی، بيا دغه مشر د داعش په لارښوونې دغې ډلې ته نور اورپکي راجلبوي .