د چين استازی: د منځني ختيځ د سولې او ثبات لپاره به دوامدارې هڅې وکړو
CMG2024/06/15 10:56:07
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د جون په ۱۳مه نېټه وويل، چې د يمن او د سره سمندر حالات د غزې تړانګې له شخړې سره نژدې اړيکې لري. چين پر اړوندو خواوو غږ وکړ، چې په هراړخيزه او اغېزناکه توګه د امنيت شورا اړوند پرېکړه ليکونه پلې کړي، سمدستي په غزه کې اوربند وکړي، د سره سمندر په شمول د سيمه یيزو ترينګلو حالاتو د ارامولو هڅونه وکړي. چين غواړي د جګړې ختمولو، د ژوند ژغورلو او د منځني ختيځ د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره له نړيوالې ټولنې سره ګډې هڅې وکړي.

ګنګ شوانګ په همدې ورځ د يمن مسئلې په هکله د امنيت شورا په پرانيستې غونډه کې وويل، چې چين د يمن مسئلې د سياسي حل و فصل پلويتوب کوي او هیله لري، چې اړوندې خواوې پر عمومي سياسي لارې ټينګار وکړي، د سولې لپاره د ملګرو ملتونو او سيمه یيزو هېوادونو هڅو ته ځواب ورکړي، د هغه سياسي بهير ګډه هڅونه وکړي، چې يمن د خپلو خلکو لپاره یې اداره شي، د خبرو اترو له لارې توپيرونه حل کړي، ژر تر ژره منځګړيتوب، کورنی يووالی او اقتصاد بيا اعاده کړي.