پوتين: څو قطبيزه نړۍ انسانانو ته هيلې راوړي
CMG2024/06/15 10:32:04
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په ۱۴مې نېټې د دغه هېواد په خارجه وزارت کې ويلي، څو قطبيز کېدل نړۍ ته هيلې راوړي.

هغه د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړه چې اوس مهال د نړۍ د سياست، اقتصاد او ټېکنالوژۍ په شمول زياتو ساحو کې بې ساري چټک بدلونونه رامنځته کېږي. څو قطبيز کېدل نړۍ ته هيلې راوړي. دا چې بېلابېل هېوادونه په نړيوالو چارو کې څو قطبيز او څواړخيز اصول روښانه کړي، نړيوالو قوانينو ته درناوی او پر ټولشموليت ټينګار ولري، يو له بل سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اړيکې ټينګې کړي، د ګډو ګټو لپاره همکارۍ تر سره کړي او پېچلې مسئلې په ګډه حل کړي، د زياتره هېوادونو له ارمانونو سره سمون لري.