ولې امريکايي رسنيو د اوو هېوادونو روانه سرمشريزه تر ټولو کمزورې بللې
CMG2024/06/15 15:17:39
شريکول:

د نړۍ د اوو بډايه هېوادونو ډلې (G7) سرمشريزه د جون په ۱۳مې نېټې د ايټاليا په جنوب پوګليا سيمه کې پرانيستل شوه چې درې ورځې به دوام ولري.

د د اوکراین کړکېچ له پېښېدو څخه دوه کالونه تېر شوي او اروپايي سياسي وضعيت هغه تمايل ښودلی چې د ښي اړخ ګوندونو له خوا کنترول کېږي، په عين وخت کې په منځني ختيځ کې جنګي اور لاهم تود دی، نو د اوو بډايه هېوادونو ډله چې د تش په نامه د نړيوال نظم ساتنه کوي، له کومو ستونزو سره به مخ وي؟ ولې امريکايي خبري رسنيو روانه سرمشريزه له څو کلونو راهيسې تر ټولو کمزورې بللې ده؟

دې سرمشريزې کې د ګډونوالو عمده توپيرونه څه دي؟

د خبر له مخې د غونډې ګډونوال به په عمده توګه د اوکراين کړکېچ، د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د شخړو او مصنوعي ځيرکتيا په باب بحثونه وکړي چې په دې جملې کې د اوکراین کړکېچ د پام وړ ټکی دی. ياد کړکېچ لا تر اوسه نه دی حل شوی چې ډېر لوېديځ هېوادونه له اوکراين سره پر مرستو ستړي شوي او په دې اند دي چې د اوکراين پر وړاندې د دوی اوسنۍ تګلاره د شخړو د پای ته رسېدو لپاره کومه ګټه نه لري.

د لوېديځو هېوادونو د خبر له مخې، امريکا وړاندې وړانديز کړی چې ټولې کنګل شوې روسي شتمنۍ له اوکراين سره په مرستو کې ولګوي. خو د اروپايي ټولنې څو هېوادونو ورسره مخالفت ښودلی دی. د اروپا د مرکزي بانک مشرې لاګارډ ياد وړانديز يوه ډېره خطرناکه بېلګه او له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه بللې ده.

د امريکا او اروپا له خوا کنګل شوې روسي شتمنۍ څو سوه ميلياردو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې زياتره يې په اروپا کې دي. اروپايي شورا د تېرې میاشتې په ۲۱مې نېټې يو پلان منظور کړی او له مخې يې دې ته اجازه ورکړې چې په اروپا کې د ټولو کنګل شويو روسي شتمنيو ګټې له اوکراين سره په مرستو کې وکارول شي. تر هغه وروسته امريکا د اوو هېوادونو ډلې پر غړو فشارونه اچولي او ور څخه يې غوښتي چې د کنګل شويو روسي شتمنيو د کارولو لپاره لا قوي اقدامات وکړي.

د امريکا اې پي خبري اژانس د جون په ۱۳مې نيټې د يوه فرانسوي چارواکي له قوله ويلي چې د جي اووه مشرانو موافقه کړې چې د کنګل شويو روسي شتمنيو ګټې په تضمين اوکراين ته د ۵۰ ميليارده امریکايي ډالرو پورونه ورکړي، خو د اړوند تړون تفصيلات به د سرمشريزې په موده کې وټاکل شي.

خو ډېر اروپايي هېوادونه د کېک په څېر پر کنګل شويو روسي شتمنيو اندېښمن دي او هم یې هغه اندېښنه ښودلې چې اوکراين به بېرته اروپا ته دغه پورونه نه شي ورکولی، دغه شتمنۍ به دومره زياتې ګټې ونه لري او روسيه ښايي ځوابي تدبیرونه ونيسي.

نو تر شان يې پلان څه دی؟

د معلوماتو له مخې دغې سرمشريزې د الجزایر، ارجنټاين، برازيل، هند، اردن، کينا، ترکیې او سعودي عربستان په شمول د څو هېوادونو استازو ته هم بلنه ورکړې ده. د شنونکو په اند دومره زياتو هېوادونو ته د بلنې ورکولو څخه د جي اووه ډله جيوپوليتيک نظريات ښکاري.

خو امريکايي خبري رسنيو دغه سرمشريزه ښه نه ده بللې. د امريکا د پوليتيکو ورځپاڼې خبر ورکړی چې دغه سرمشريزه د وروستۍ ماښامني ډوډۍ په څېر ده او له څو کلونو راهيسې د دې ګروپ تر ټولو کمزورې غونډه هم ده. څرنګه چې د دې ډلې زياتره مشران يا په ټاکنو او کورني کړکېچ بوخت دي يا د اوسني واک د ساتلو هڅې کوي.

ياد مشران د خپل هېواد په دننه کې له بېلابېلو سیاسي ستونزو سره مخ دي چې له امله يې ځينې نړيوال شنونکي د دې سرمشریزې لپاره لږ تمې لري.

بي بي سي د ايټاليي د نړيوالو چارو د څېړنيز انسټيټيوټ مشر له قوله ويلي چې د عمومي تګلارو همغږۍ او يا لاسته راوړنو ته په کتو سره دغه سرمشريزه ډېره خوشبينه نه ښکاري.