چين: نړيواله ټولنه دې مدني ډيالوګ تر سره کړي
CMG2024/06/15 10:34:01
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جون په ۱۴مې نېټې وویل چې نړيواله ټولنه دې مدني ډيالوګ تر سره کړي، د مختلفو هېوادونو ترمنځ متقابل باور دې پياوړی کړي او ګډ پرمختګ دې وکړي.

نوموړي په همدې ورځ د امنيت شورا د ټولشموليت، نړيوالې سولې او امنيت په يوې غونډې کې ويلي، تنوع د نړيوالو تمدنونو بنسټيزه ځانګړتيا ده او د مختلفو تمدنونو ترمنځ تبادلې او له يو بل زده کړې کول د انسانانو د پرمختګ يوه سرچينه ده.

هغه زياته کړه، د نړيوال تمدن وړاندیز چې د چين د دولت رئيس لخوا وړاندې شوی، ادعا کوي چې انسانان دې په نړۍ کې د مختلفو تمدنونو پر درناوي ټينګار ولري، د انسانانو ګډ ارزښتونه دې خپاره کړي، د تمدنونو په ميراث راوړلو او نوښتونو ته دې په درنه سترګه وګوري او انساني او کلتوري تګ راتګ دې پياوړی کړي.