په اوکراين کې د درېيم ځل لپاره د هوايي بريد ضد خبرتيا غږ پورته شوی
CMG2024/06/15 10:56:44
شريکول:

د اوکراين د هوايي بريد ضد د خبرتيا سيستم د معلوماتو له مخې، د جون د ۱۴مې نېټې په سهار لس بجې ۱۷دقيقو، د اوکراين په ټول هېواد کې په همدې ورځ د درېيم ځل لپاره د هوايي بريد خبرتيا غږ پورته شوی او د کيف ايالت او کيف ښار، د خميلنيتسکي ايالت په جيوکونستانتينوف کې په وار سره د چاودنې اوازونه راپورته شوي دي.

د همدې ورځې په لسو بجو د اوکراين هوايي پوځ په ټولنيزې رسنۍ کې په پر له پسې ډول د هوايي بريد خبرتياوې خپرې کړې او له مخې يې د دغه هېواد په شمال ختيځ او ختيځ کې د روسيې د جنګي الوتکو فعاليتونه څارل شوي، توغندي د کيف ښار او د خميلنيتسکي لور ته روان و او پر ټول هېواد د توغنديو د بريدونو خطرونه شته و.