شي جين پينګ رامافوسا ته مبارکي وويله
CMG2024/06/15 15:07:33
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۴مې نېټې له ماتاميلا سیريل رامافوسا سره ټليفوني خبرې وکړې او ورته يې د جنوبي افريقا د ولسمشر په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله مبارکي وويله.

شي جين پينګ ويلي چې چين او جنوبي افريقا ژور سياسي متقابل باور او په بېلا بېلو ساحو کې يې ګټورې همکاريزې پايلې لرلې دي. د دواړو خواوو ترمنځ اړيکې د مخ پر ودې هېوادونو د همکارۍ ښه بېلګه ګڼل کېږي. ښاغلي شي جین پینګ وویل د پروسږ کال په اګست کې مې د ۴م ځل لپاره له جنوبي افريقا څخه رسمي ليدنه وکړه، له ولسمشر رامافوسا سره مې د بېلا بېلو مسايلو په اړه مهم توافقات کړي دي او د دواړو اړخونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ چارې مو پيل کړې دي. زه د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوم او غواړم له ولسمشر رامافوسا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د پرمختګ، د نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره په ګډه خدمت وکړو.

(ژباړه: شکريه)