د جون په ۱۶مه نېټه به د «جيو شه» په مجله کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ مهمه ليکنه «زموږ د هېواد د باکيفيته پرمختګ نوي حالت رامنځته کول» خپره شي. دا د ۲۰۱۷م کال له اکتوبر څخه د ۲۰۲۴م کال تر مارچ پورې د عمومي منشي شي جين پينګ د مهمو وينا غورچاڼ دی.
شي جين پينګ په دغه ليکنه کې دې ته اشاره کړې، چې په نوې زمانه کې د چين د اقتصادي پرمختګ ځانګړتيا په هکله مې د ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې ويلي، چې زموږ د هېواد اقتصاد له چټک پرمختګ نه د باکيفيته پرمختګ مرحلې ته داخل شوی دی. باکيفيته پرمختګ د ښکلي ژوند په لټه کې د خلکو د مخ په زياتېدونکو غوښتنو د پوره کولو په موخه دی، ترې نوې پرمختيايي مفکوره ښکاري. نوښتونه به يې لومړی انجن، همغږي کول به يې د باکيفيته پرمختګ اصلي ځانګړتيا او زرغونې چارې به يې عمومي شکل، ورخلاصون به یې لازمه لار او شريکات به يې اصلي موخه وګرځي.