ملګري ملتونه: په سوډان کې بشري ناورينونه مخ په سختېدو دي
CMG2024/06/15 10:37:19
شريکول:

د بشري چارو په اړه د ملګرو ملتونو مرستيال سرمنشي مارتين ګريفيس پر ځايي وخت د جون په ۱۴مې نېټې ويلي، اوس ټوله نړۍ د سوډان پر الفشير ښار اندېښنه لري. هلته بشري وضعیت شېبه پر شېبه مخ په سختېدو دی.

هغه هيله وښودله چې د امنيت شورا وروستی پرېکړه ليک به د سوډانيانو دردونه او غمونه کم کړی شي او پر دې يې ټينګار کړی چې د سوډانيانو امنيت دې خوندي شي، بشري مرستې دې هلته ولېږدول او شخړې دې سمدستي بندې شي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس په همدې ورځ پر ټولنيزې رسنۍ ليکلي، سوډان اوس د نړۍ له تر ټولو سخت بشري ناورين سره مخ دی. سوډانيان هره ورځ د اړینو طبي خدمتونو او درملو د کمښت په سبب وژل کېږي. په ځينو سيمو کې د زيات شمېر خلکو لوږه هم شته ده.

( سپوږمۍ)