د بېجینګ او هانکانګ ترمنځ چټګ اورګاډی فعال شو
CMG2024/06/16 11:52:43
شريکول:

د بېجینګ او هانکانګ ترمنځ چټک اورګاډی د جون په ۱۵مه نېټه په رسمي توګه فعال شو. د ډي ۹۱۰ نمبر اورګاډی د همدې ورځې مازدیګر په ۶ بجو ۲۴ دقیقو له هانکانګ څخه د بېجینګ په لور روان شو.

د دې چټک اورګاډي په فعالېدو سره د دواړو ښارونو ترمنځ د اورګاډي مزل له ۲۴،۵ ساعتو څخه ۱۲،۵ ساعتو ته کم شوی دی.