د چين صدراعظم لي چیانګ د استراليا د صدراعظم اربانيس په بلنه د جون په ۱۵مه نېټه په ځانګړې الوتکه کې اډيليډ ته ورسېد او له استراليا څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه. هغه به دغه هېواد ته د سفر په موده کې له صدراعظم اربانيس سره د دواړو هېوادونو د صدراعظمانو ترمنځ په نهم کلني ملاقات کې ګډون وکړي.
لي چيانګ وويل چې د چين د دولت رئیس شي جين پینګ له استراليا څخه تاريخي اهميت لرونکې ليدنه وکړه چې په دې سره دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې شوې او په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ او تبادلې لا پياوړې شوې دي. تېرکال صدراعظم اربانيس هم چين ته سفر کړی چې په پايله کې يې دوه اړخيزې اړيکې بېرته سم پرمختیایي لوري ته برابرې شوې دي.
هغه دې ته په اشارې سره ويلي چې د چين او استراليا ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د اړيکو د لسمې کاليزې په درشل کې استراليا ته سفر کوي او دې ته په تمه دی چې له استراليايي مشرانو او د بېلا بېلو ټولنو له دوستانو سره د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په باب د نظريو تبادلې وکړي، د خپلمنځي همکارۍ په هکله له تاسو سره سلا مشوره وکړي، د ګډ پرمختګ او د دوستۍ د لا ټينګښت لپاره له استراليايي لوري سره ګډې هڅې وکړي.