د تايوان تنګي فورم ۱۶م کانګرس په شاو من ښار کې تر سره شو
CMG2024/06/16 11:49:32
شريکول:

د تايوان تنګي فورم ۱۶ م  کانګرس د جون په ۱۵مه نېټه په شا من ښار کې تر سره شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چین د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئیس وانګ هو نينګ په دې کانګرس کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ هو نينګ وويل چې د روان کال په اپرېل کې د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پینګ د چيني ملت ګټو او نيکمرغۍ په پام کې له نیولو سره د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړیکو د څرنګوالي، د ملي وحدت او د چیني ملت د بيا سمسورتيا د روښانه راتلونکې په هکله يوه مهمه وينا وکړه او د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او د دغه تنګي د سولې او ثبات لپاره يې لاره په ګوته کړه. د تايوان تنګي د دواړو غاړو وطنوال بايد د تاريخ او خپل ملت پر وړاندې مسؤلانه رويه غوره کړي، د تايوان د بېلتون غوښتونکو  او د بهرنيو ځواکونو له لاسوهنې سره دې ټينګ مخالفت وکړي، د چيني ملت د ګډ کور، د تايوان تنګي د سولې او ارامۍ ټينګه ساتنه دې وکړي تر څو د دواړو غاړو اړيکې بېرته سم لوري ته ستنې شي.