د برازیل مرستیال ولسمشر ګیرلدو الکمین: د چین د پرمختګ لاسته راوړنې د حیرانتیا وړ دي
CMG2024/06/16 15:24:17
شريکول:

د چین میډیا ګروپ خبریال د جون په ۱۶مه نېټه د برازیل له مرستیال ولسمشر ګیرلد الکمین سره ځانګړې مرکه وکړه. هغه وویل، شل کاله مخکې یې چین ته سفر کړی او له بېجینګ او شانګهای څخه یې لیدنې کړې دي. دی وايي: سږ کال د برازیل مرستیال ولسمشر تر ټاکل کېدو وروسته بیا چین ته راغلی يم،  د چین او برازیل د جګپوړې همغږۍ او همکارۍ کمېټې په عمومي کانګرس کې ګډون کوم.

نوموړي وویل، چین په شلو کلونو کې د پرمختګ لاسته راوړنې ډېر د حیرانتيا وړ دي. سږ کال د چین او برازیل د جګپوړې همغږۍ او همکارۍ کمېټې د جوړېدو ۲۰مه کلیزه ده، او د دواړو خواوو سوداګریز ارزښت ۱۷ چنډه زیاته شوې، ترې ښکاري چې د دواړو هېوادونو همکارۍ مخ په ژورتیا دي.