
د سلواکيا د پارلمان پخوانی مشر پلګريني د دغه هېواد ولسمشر په توګه وټاکل شو او د جون په ۱۵مه نېټه يې په پلازمېنه براتيسلاوا کې لوړه وکړه.
د ولسمشر په توګه د ده د ماموريت موده به پنځه کاله دوام ولري.
نوموړي د خپلې دندې د پيلولو په تړاو وينا کې ويلي چې اوس سلواکيا په ډېره ستونزمنه دوره کې ده. یوه موده مخکې د دغه هېواد پر صدراعظم فيزو د چاکو برید کې سخت ټپي شو.
نوموړي ژمنه کړې چې له بېلا بېلو ټولنو سره د يوې قوي ټولنې د ابادۍ او د لا ښکلي راتلونکي د برابرولو لپاره به هڅې وکړي.