آيا امریکا د بنګله دېش او میانمار په سرحدي سیمو کې د یوه نوي مسیحي هېواد جوړېدو په لټه کې ده؟
CMG2024/06/16 15:12:10
شريکول:

د بنګله دېش ځينو رسنیو په دې وروستیو کې د دغه هېواد د صدراعظمې شیخ حیسنې له قوله ويلي چې ځينو سپن پوستانو دې ته وړاندیز کړی چې که په دغه هېواد کې یوه هوايي پوځي اډه ورکړي، نو د سږ کال په ټاکنو کې به دې ته خنډونه جوړ نه کړي.

د بنګله دېش رسنیو ویلي چې د دغه هېواد صدراعظمې شېخ حسینې د تېرې مې میاشتې په پای کې ویلي، ځينو سپين پوستانو دې ته ویلي چې که په دغه هېواد کې دوی ته یوه هوايي پوځي اډه ورکړي، نو د سږ کال په ټاکنو کې به دې ته خنډونه جوړ نه کړي. صدراعظمې حیسنې دا وړاندیز رد کړی دی.

دې رسنیو د حسینې له قوله ویلي چې ځینې لوري دسیسه جوړوي او غواړي چې د میانمار او بنګله دېش تر منځ یوه سیمه جلا او یو نوی مسیحي هېواد جوړ کړي.

 که څه هم د شیخ حسینې او بنګله ديشي رسنیو له خوا دا نه دي ویل شوي چې وړاندیز کوونکي سپین پوستان د کوم هېواد اړوند دي؟ خو د هند (ګوا کرانیکل) ورځپاڼې د یوې تبصرې په خپرولو سره ویلي چې د ډېرو کسانو په اند ښايي د صدراعظمې شېخ حسینې موخه امریکايي سپين پوستان وي ځکه چې واشنګټن د بلنګه دېش په خلیج کې سانټ ماټین ټاپو سره ډېره علاقه لري.

داسې ګنګوسې هم اورېدل شوې چې امریکا غواړي د یاد ټاپو کنټرول حق په بدل کې له شېخ حسینې څخه ملاتړ وکړي.

د هند د یادې ورځپاڼې په دغه تبصره کې راغلي، سره له دې چې د شېخ حسینې په خبرو کې بنګله دېش او میانمار یاد شوي، خو اوس د هند په(Manipur)منیپور ایالت کې ترینګلتیا شته، نو د سیمې هېوادونه باید ډېر بیدار واوسي. د(Kuki) کوکي قوم او (Mizoram) میزو قوم ورته کلتور او مذهب لري او نورې زیاته کورواکي غواړي. که د بنګله دېش او میانمار په سرحد کې یو نوی مسیحی هېواد جوړېږي، په دې سره به هند ته ستراتيژیکه ننګونه جوړه شي او په سیمه کې به د نورې بې ثباتۍ او د مختلفو ځواکونو د بیاجوړېدو سبب شي.

د هند د فرسټ پوسټ ورځپاڼې هم د یوې لیکنې په خپرولو سره ويلي، امریکا د هند د ګاوندیو هېوادونو (بنګله دېش یا میانمار) په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، دا به پراخې منفي اغېزه ولري. هند د واشنګټن له جغرافيې سیاسي لوبې سره بلد دی، دا چې د امریکې استخابراتي ادارې  د تېرې پېړۍ په اوومه لسیزه کې لا هم د هند په شمال ختیځ کې مخالفې وسلوالې ډلې ته وسلې ورکړې.

دغې ورځپاڼې د بنګله دېش عوامي لیګ مشر احمد خان له قوله ویلي، د میانمار حکومت زیاتره مسحیان دي او د بهرنیو لوریو له خوا يې کنټرول آسان دی. دا چې امریکا ترې ملاتړ کوي، د هند لپاره هم لوی امنیتي ګواښ دی، ځکه چې د هند په شمال ختيځ کې هم ګڼ شمېر مسیحیان ژوند کوي.