د شي جين پينګ د لیکنوغورچاڼ (لومړی او دوهم ټوک) په څلورو ژبو چاپ او خپور شو
CMG2024/06/17 15:31:30
شريکول:

د شي جين پينګ د لیکنوغورچاڼ (لومړی او دوهم ټوک) په دې وروستيو کې په فرانسوي، روسي، عربي او هسپانوي ژبو چاپ شوی او کورنيو او بهرنيو لوستونکو ته وړاندې شوی دی.

په دغو دوو کتابونو کې د ۲۰۱۲ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۲ کال تر اکتوبر پورې د شي جين پينګ مهمې لیکنې ځای شوي، چې پکې د نوموړي په مرکزیتوب د چین د کمونېست ګوند مشرانو د خلکو په مشرۍ د چین ځانګړتیا لرونکي سوسیالیزم د جوړونې او د نوي بریالیتوب د تر لاسه کولو جریان ته کتنه شوې او په اړه يې پوره مالومات ورکړل شوي دي.

د یادو دواړو کتابونو انګليسي بڼې د سږ کال په تېر مارچ کې خپرې شوي او د کورنیو او بهرنیو لوستونکو لخوا يې تود هرکلی شوی دی.