په تېر ۲۰۲۳م کال کې د چین د سوداګریز حمل و نقل عمومي ارزښت له ۱۲۶ ټریلیونو یوانو اوښتی دی
CMG2024/06/17 10:24:10
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال لپاره د چین د اقتصاد او سوداګرۍ مشورتي نړیواله غونډه د جون په ۱۶مه په لانګ فانګ ښار کې پرانیستل شوه. په دغه غونډه کې د ۲۰۲۳م کال د چین د سوداګریز حمل و نقل د پرمختګ راپور خپور شو چې له مخې يې تېر کال په چین کې د سوداګریز حمل و نقل عمومي ارزښت ۱۲۶،۱ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی او دغه شمېر د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په یاد راپور کې د سوداګریز حمل و نقل د سږني تمایل په اړه وړاندوینه هم شوې ده.

د چین د سوداګرۍ وزارت د پستي چارو د پرمختګ ادارې مرستیال ژن فنګ دغې غونډې ته ویلي، په چین کې د ډول ډول عمومي تګلارو او تدبیرونو په اغېز د وګړو مصرفي اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي.