د اردن ۱۴ وګړي د حج مراسمو پرمهال مړه شوي
CMG2024/06/17 10:17:56
شريکول:

د اردن خارجه وزارت د جون په ۱۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې په سعودي عربستان کې د حج مراسمو پرمهال د مړه شويو اردني وګړو شمېر ۱۴ تنو ته لوړ شوی او ۱۷ تنه نور لا تر اوسه ورک دي.

د دغې اعلاميې له مخې، قربانيان د حج مناسکو په پار تللي و او د اردن د رسمي پلاوي غړي نه دي.

د یادونې وړ ده چې په جده کې د اردن قونسلګري اوس مهال د سعودي عربستان له اړوندو ارګانونو سره په همکارۍ اړوندې چارې تر سره کوي او د ورک شويو کسانو په پيدا کولو بوخت دي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱۵مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد ۶ تنه اتباع د حج په مراسمو کې د سختې ګرمۍ له امله مړه شوي دي.

د سعودي د رسمي شمېرو له مخې، سږ کال څه باندې ۱.۸ مليونه تنه د حج لپاره دغه هېواد ته تللي دي.