لي چیانګ د اسټرالیا د فدرالي پارلمان له مشرانو سره وکتل
CMG2024/06/17 10:23:08
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د جون په ۱۷مه نېټه د اسټرالیا په پلازمېنه کانبرا کې د دغه هېواد د فدرالي پارلمان د مشرانو او استازو جرګو له دواړو مشرانو سوی لینس او میلتون دیک سره وکتل.

صدراعظم لي چیانګ وویل، د چین او اسټرالیا ترمنځ اړیکې په تېرو کلونو کې د ننګونو په تېرېدو سره بیا عادي شوې دي. دواړه خواوې باید د خپلمنځي اړیکو د راتلونکي ټينګښت لپاره ګډ کوښښونه وکړي او په دې بهیر کې د دواړو هېوادونو تقنیني ادارې دې مهم رول ولوبوي.

 چین او اسټرالیا یو د بل د اقتصاد په برخه کې کمښت پوره کولای شي، نو د همکارۍ راتلونکی یې پراخې دی.

لي چیانګ هیله وښودله چې د اسټرالیا فدرالي پارلمان به د دواړو هېوادونو له عملي همکارۍ ملاتړ وکړي او حقوقي تضمین به برابر کړي.

ښاغلو سوی لینس او میلتون دیک وویل، اسټرالیا له چین سره د اړیکو ټینګښت پر ښه تمایل خوښ دی، د اسټرالیا فدرالي پارلمان غواړي له چین سره تبادلې او ډیالوګ پیاوړی کړي، څو د دواړو خواوو مشارکت به لا نور ژور شي.