پدې وروستيو کې اقليمي بدلون ډېر هېوادونه زيانمن کړي، په هند کې له ډېرو ورځو راهیسې هوا ډېره ګرمه ده ، په هسپانيا کې سخته وچکالي روانه ده، په جرمني کې سيلابونه او د چين په ډېرو ځايونو کې بيا سخت اورښت رامنځته شوی دی.
د چين ميډيا ګروپ سي جي ټي اېڼ پدې اړه د انټرنټ له لارې يوه سروې کړې او ٪ ۸۶.۲۸ ګډونوالو يې له پرمختللو هېوادونو څخه غوښتي، چې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې خپل مسووليتونه ادا کړي.
د نړيوال اقتصادي فورم په راپور کې راغلي، چې سختو اقليمي بدلونونو نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده او وضعيت يې په چټکۍ د سختېدو په حال کې دی. د اقليم يو شمير پوهانو د آب وهوا د سخت بدلون يو اصلي لامل د نړۍ د اقليم بدلون بللی دی.
د سروې ٪ ۸۵.۰۸ ګډونوالو نظر ښودلی، چې هيڅ هېواد په يوازې ځان له اقليمي بدلون سره مقابله نه شي کولی.
٪ ۸۲.۶۹ ګډونوالو بيا څرګنده کړې، چې له اقليمي بدلون سره مقابله نه يوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړينه ده، بلکې د لویو هېوادونو نړيواله دنده هم ده.