د افغانستان د لنډمهالي حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د جون په ۱۶مه نېټه وويل، چې حکومت به يو پلاوی ولېږي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د افغانستان مسئلې په غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړي زياته کړه، په دغه غونډه کې به افغانانو ته د بشري مرستې د ورکولو او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو د جوړولو په اړه بحثونه وشي. د افغانستان د لنډمهالي حکومت په نظر، دغه غونډه د افغانستان له زياتو ګټو سره سمون خوري.
د مالوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د افغانستان مسئلې په اړه ی یاده غونډه به د جون له ۳۰مې نېټې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شي.