اسرائيلي ځواکونو د غزې په ځينو جنوبي سيمو کې خپل پوځي عمليات درولي
CMG2024/06/17 10:15:33
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د جون په ۱۶مې نېټې په يوې اعلاميه کې ويلي، د روانې مياشتې له ۱۵مې نېټې يې د فلسطين په اړه د غزې په ځينو جنوبي سيمو کې خپل پوځي عمليات د لنډې مودې لپاره درولي دي، خو په رفح ښارګوټي کې به خپلو پوځي عملياتو ته دوام ورکړي.

د دغې اعلاميې له مخې، اسرائيلي ځواکونو غزې ته د بشري مرستو ننوتلو ته د اسانتياوو د برابرولو په پار د جون له ۱۵مې نېټې څخه د هرې ورځې د سهار له ۸ بجو نه د ماښام تر ۷ بجو پورې له کرم ابو سالم بندر نه ترصالح الدين سړک پورې او شمالي لارې په شاوخوا سيمه کې خپل پوځي عمليات د لنډې مودې لپاره درولي دي.